کندهارکې ۴۰۰۰ کورنيوته دنغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
مساعدت نقدی برای ۴۰۰۰ خانواده در قندهار آغاز گردید

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰۰ بېځايه شوو، راستنېدونکو او اړمنو کورنيوته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۸ مه د کندهار دمرستيال والي او ذکر شوې موسسې استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۶۰۹۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.