بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له مله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۹مه هرې کورنۍ ته کمپل،ګازډبه،لوښي،ترپالونه، سطل او د اوبو بوشکې مرسته ووېشل شوه.