کابل کې ۵۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
د کډوالو اوراستنېدونکو چارو زارت په مالي مرسته او د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سيمو او لايتونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۱۶مه د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبا په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.