کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

د کليو پراختيا رياست له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۵ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۱۶مه هرې کورنۍ ته کمپلې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.