د هلمند د حرفوي زده کړو فارغانوته دکار وسايل ورکړل شو
دهلمند ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې د ملګرو ملتونو دکډوالوادارې UNHCR په همکارۍ ۱۵۰ داخلي بېځايه شوو کورنيو سره، چې ۵۰ تنه يې ښځينه او ۱۰۰ تنه يې نارينه و دکار وسايل ورکړل شو.
يادې کورنۍ چې يوه مياشت وړاندې د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شوي و دتلې په ۲۳مه هرې کورنۍ ته کالو ګنډلو ماشين، د واټرپمپ دجوړولو وسايل، بريښنا وسايلو او لاسي صنايعو مرسته ووېشل شوه.