بادغيس کې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
د (UNHCRE )موسسې له لورې دبادغيس ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ۹ بېځايه شوو کورنيو سره دغيرې خوراکي موادو مرسته ترسره شوه. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلا بېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د وږي په ۳۰مه هرې کورنۍ د يو اندازه د کور وسايلو مرسته وشوه.