تخارکې ۳۱۳ بېځايه شوو سره مرسته وشوه
د DACAR او ACTED موسسو له لورې د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د اشکمش ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د وږي په ۱۲مه د ذکر شوو موسسو له لورې هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.