پکتيکا کې ۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (Relief International) موسسې له لوې د پکتيکا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرنغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې چهارشنبې به ورځ د وږي په ۶مه هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي او يوه کڅوړه غيرخوراکي مواد ورکړل شو.