کډوالو وزير د امريکا سفير سره دکډوالو او بېځايه شوو وضعيت په اړه خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ويډيوي کنفرانس له لارې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو له سفير راس ويلسون سره د کډوالو او بېځايه شوو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سږ کال د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د شمېرو په يادولو سره وويل، چې په هېواد کې د بېځايه کېدو اصلي لامل د طالبانو د ترهګرو ډلو لخوا جنګ او تروريزم شتون دی.
اخلاقي په افغانستان کې د امريکا سفارت د همکاريو څخه مننه وکړه او د سولې نه وروسته د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره يې د کډوالو وزارت د پلانونو يادونه وکړه ويې ويل: چې دغه وزارت په هېواد کې د سولې د واقعيت او نه واقعيت دوه سناريو لپاره چمتوالی نيسي.
د کډوالو وزير سولې ته په هيله مندۍ د امريکا متحده ايالاتو غوښتنه وکړه چې د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو په برخه کې د افغانستان حکومت سره لا زياته همکاري وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو سفير د همکاريو اعلانولو پرمهال د وزارت او ادارې ترمنځ د موثرو اړيکو پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.
هغه وويل: په هېواد کې تاوتريخوالی لاهم د سولې د خبرو له پيل سره دوام لري او دا به د افغانستان حکومت ته اجازه ورکړي چې د کډوالو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو په برخه کې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ولري.