د کابل ازادۍ پارک څخه پنځه ولايتونو ته ډېر بېځایه شویو کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۷ - ۱۷:۷
ــــــــــــ

۱۴۰۰کال، تلې، ۱۶مه، کابل؛ افغانستان

د کابل آزادۍ پارک څخه (۲۰۰) بې ځايه شوې کورنۍ په خپله خوښه ستنېدنې برنامې له لارې خپلو اصلي مېنو ته ستنې.

د دغو کورنيو د انتقال پر مهال د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: د دغې برنامې له مخې هرې کورنۍ ته د يونسيار ادارې لخوا (۲۰۰) امريکايي ډالر، ترانسپورټ او د الکوزي نړيوال شرکت له لوری د غرمې او ماښام ډوډۍ په پام کې نېول شوې ده.

هغه له ټولو نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو او ادارو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، د نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو په واسطه زموږ سروی دوام لري او هڅه کوو، د کابل ښار له ټولو سيمو داخلي بې ځايه شوي خپلو اصلي مېنو ته ولېږدوو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

دترکیې سفیر: د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې دافغانستان خلکو سره، بشري مرستې وکړي

 
دغه خبر ه دترکیې سفیرجیهاد ارکينايي نن دلیندۍ په (١٦) دکابل په بګرامیو ولسوالیوکې اړمنو بېځايه شوو کورنیو ته دبشري مرستو دوېش پر مهال وکړه.
يادې مرستې د ترکيې هېواد د افتونو. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د دوشنبې په ورځ د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په مشرۍ د روان لمريز کال د وري په ۱۵مه ۳۰۰ بې کوره شويو کورنيو ته د ژمني کڅوړو د وېش لړۍ پيل شوه.

زده کړې کورنۍ پخوا د مهاجرت ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۲۲:۴۷
Background image

د کابل موسهي ولسوالۍ کې له (١٠٠٠) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

١٤٠٠کال ليندۍ، ١٤مه، کابل: افغانستان

په کابل کې د ترکيې هېواد افاد موسسې له لورې (١٠٠٠) بېوزلو بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل کډوالو. . .

بېرته خبرونه ته