د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسي، داخلې بېځایه شویو او ښارګوټو خدمتونو ریاستونو ته نوي رییسانو وپېژندل شول

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۲۵
-

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د حکم له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي ریاستونو ته، د مالي او اداري او مسلکي معینانو په شتون کې نوي رییسان وپېژندل شول.
ښاغلي مولوي سید عمر ابرار د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې، ښاغلي مولوي امیرمحمد د پلان او پالیسي او ښاغلي مولوي رحیم الدین د ښارګوټو خدمتونو د رییسانو په توګه وپېژندل شول.
د یاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني او مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په دغې غونډه کې خبرې وکړې او د کډوالو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو او هغوی ته پر ښو فرصتونو برابرولو يې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ګومارنې به د بېځایه شویو د ژوند او د پراختیايي برنامو ښه‌والي کې مرسته وکړي.
هغوی د پخوانیو رییسانو کړنې وستایلې او د همکارۍ او همغږۍ اهمیت ته په اشارې سره یې هیله څرګنده کړه، چې نوي ګومارل شوي رییسان به د خپلو وړتیاوو له مخې د یاد وزارت په موخو ترلاسه کولو او د ټولنې وضعیت ښه کولو کې پوره هڅې وکړي.
دغو رییسانو په خپلو خبرو کې د بېځایه شویو او راستنو شویو د ژوند شرایطو ښه‌والي او په ودانېزو پروژو کې د نوي ټېکنالوجې پر کارولو ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کډوالو د پراختیايي برنامو په ترسره کولو کې به پوره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته