د لوړې کچې ساتنې کاري ‌‌‌‌‌‌ډله خپله ناسته وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۴:۵۸

د لوړې کچې ساتنې کاري ‌‌‌‌‌‌ډله نن له غرمۍ وروسته خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کورنیو چارو وزیر ښاغلی مسعود اندرابی د هېواد امنیت په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه کورنیو چارو وزارت کې مختلفي غونډه شوې او پکې د ملکیانو ژوند ته پر جدي پاملرنې ټینګار شوی دی.

ښاغلی اندرابی وویل، چې د طالبانو له‌خوا پر ملکیانو، ملکي اهدافو او ګڼ مېشتو سیمو د عملیاتو په مهال له ملکي خلکو څخه کار اخلي او ټینګار کوي چې مونږ سره داسې اسناد هم شته چې طالبان ملکیان دې ته اړ باسي تر څو خپل مړي سرکونو ته وباسي او د حکومت پر ضد لاریونونه وکړي .

وروسته د دفاع وزارت، ملی امنیت او یوشمېر نورو ادارو استازو خپل وړاندیزونه او اندېښنې له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او ویې ویل، سره له دې چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې ډېر کار کړي دی، خو لا هم په ځینو مواردو کې ستونزې شتون لري.

د غونډې ګډونوالو ته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او یوناما رپوټ وړاندې چې، په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۱۳۶۶تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دوی په افغانستان کې د ملکی وګړو تلفات یوه انسانی فاجعه بولی او ټینګار کوی، چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ملکی وګړو د تلفاتو د مخنیوی لارې چارې ولټوی . همدا راز دوی ټېنګار وکړ، چې سره له دې چې د سولې لپاره خبرې کېږي، د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي خلکو امنیت او د روغتیايي مرکزونو خونديتوب ته پام وکړي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې کچې ساتنې کاري ‌‌‌‌‌‌ډلې تر خبرو او توضیحاتو اورېدلو وروسته له افغان امنیتي ځواکونو او خلکو مننه وکړه، چي په سختو حالاتو کي یې له خپلو ساحو څخه دفاع کړې او ترورستانو ته یې منفي ځواب ورکړی دی.

اجرائیه وویل، چې د ملکي تلفاتو په برخه کې دې د امنیتي ځواکونو او ملکي ادارې په سطحه د اصلاحاتو لپاره کار کول د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او زیاته یې کړه، چي په دې برخه کي به د خلکو له غوښتني سره سم اقدامات وشي.

نوموړي زیاته کړه،‌چي د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیتي لوی ریاست به په افغانستان کې د خپلو اړوندو منسوبینو د ستونزو د حل په موخه د ولایتي مسؤلینو له اړتیاوو او وړاندیزونو سره سم اجراات وکړي، تر څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي .

اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې د د لوړې کچې ساتنې کاري ‌‌‌‌‌‌ډله ټول غړي دي په ګډه همکاري وکړي، څو په افغانستان په ټولو ولایاتو کې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي .

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو اړوندو داخلی او نړیوالو ادارو مننه وکړه، چې د افغانانو د امنیت لپاره په صداقت کار کوي .

سرچینه : د اجراییه ریاست فیسبوک پاڼه

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

مسلکي معین او د وزارت کفیل د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست سره ولیدل

 مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د وزارت کفیل مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست ښاغلي نجاري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر سره ناسته ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

د چین د بورسیې رقابتي ازموینه د مهاجرینو چارو په وزارت کې واخیستل شوه

د چين د بورسیې لپاره رقابتي ازموينه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۸ تنو کارکوونکو په ګډون واخیستل شوه.

د وزارت د بشري سرچینو رییس مفتي مدیر ګل احمدي د دې ازموینې د څارنې. . .

بېرته خبرونه ته