دکډوالو وزيرد افغانستان او پاکستان لپاره دالمان هېواد د ځانګړي استازي سره ليدنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۳۴
ــــــــــ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د افغانستان او پاکستان لپاره د المان هېواد د ځانګړي استازي ښاغلي جاسپروئيک سره ليدنه وکړه او دافغان کډوالو لپاره د مديريت او پاملرنې په برخه کې د هېواد د همکاريو پردوام، د دوه اړخيزو هوکړه ليکونو پلي کېدل او کډوالۍ پديدې لپاره د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې په کډوالو وزارت کې ترسره شوه، دکډوالو وزير دبېځايه کېدو د زياتوالي په اړه معلومات ورکړل او د دې لامل يې په هېواد کې د طالبانو له لورې روانه جګړه ياده کړه. هغه همدارنګه د المان هېواد څخه غوښتنه وکړه چې په داسې حساسو او نازکو حالاتو کې دې خپلې مرستې د افغانستان حکومت او افغان کډوالو سره زياتې کړي.

د المان هېواد استازي په هېواد کې د تاوتريخوالي ډېروالی له هېواد بهر د افغان کډوالو دکډوالۍ اصلي لامل وباله او ژمنه يې وکړه چې دکډوالو چارو وزارت غوښتنې په ځانګړې توګه د داخلي بېځايه شوو سره د مرستو موضوع به د مرکزي حکومت سره شريکه کړي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۷:۵۸
Background image

د کډوالو او راستنیدونکو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له رییس سره وکتل

د کډوالو چارو سرپرست وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني نن چهارشنبه د وږی په۳۱ مه په خپل دفتر کې د اوچا موسسې له مشر او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

ښاغلي حقاني د کډوالو په چارو کې د اوچا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۸:۲۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی مرستیال معرفی شو

 
نن ۳ شنبه د وږي د میاشتی ۳۰مه نېټه ښاغلی الحاج ارسلاخان خروټی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی لخوا د مالي او اداري مرستیال په ټوګه معرفی شو.
د کډوالو. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست نوی رئیس د نوموړي ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

 
ښاغلی قاري عبدالمتین رحیمزی د کابل نوی رئیس، د علمي او جهادي شخصیت ښاغلي قاري محمود شاه لخوا نن دوشنبه د وږي په20 مه نېټه د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د نوی رئیس. . .

بېرته خبرونه ته