دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د قطر چاریتي خیره موسسې دهمکاريواعلان وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۹:۵۵
ـــــــــــ

وروسته له هغې چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دنړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په دې ورستیوکې دجګړو له امله په هېوادکې بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وکړي،د قطر چاریتي موسسې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې دبېځایه شوو کورنیو سره به مرستي کوي په ځانګړې توګه د داخلي بېځایه شوو په برخه کې.

له دې وړاندې دکډوالو چارو وزیرنورالرحمن اخلاقي دطالبانو دجګړو له امله دبېځایه شوو دشمېر په ډېروالي اندېښنه وښوده او یادو کورنیو ته لاسرسی یې دخپلو کارونو دلومړیتوبونو څخه یاد کړ.

دیادې موسسې رییس محمد علی الغامدی په هېوادکې د دایمي سولې په راتلو خوښي وښوده ویې ویل: افغانستان په یو بدحالت کې قرار لري او موږ دې ته ژمن یو چې دافغانستان حکومت سره په ګډه همغږۍ بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره دمرستو په برخه همکاري وکړو.

په ورته وخت دکډوالو وزیر اړمنو او بېځایه شوو کورنیو ته دمرستو رسولو په برخه کې د مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې دبېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره دبشري مرستو، ،د کډوالو په ښارګوټوکې د دوامدار پراختیایي مرستو او په ایران اوپاکستان کې دبې سرنوشتوماشومانو ته دیو ښونیز او روزنیز مرکز دجوړېدو په برخه دکډوالوچارو وزارت سره همکاري وکړه.

همدارنګه هغه زیاته کړه که څه هم موږ بېځایه شوو ته اوږدمهاله پلانونه لرو ،مګر اوسمهال موډېر تمرکز دبشري مرستوپر وېشلو دی.اړتیاده چې په داسې شرایطوکې حکومت اونړیوال همکاران یوبل سره لاس په لاس شي ؛ترڅو وکوالی شو دغو خلکوته چې دجګړو له امله زیانمن شوي اوبې کوره شوي مرستې ووېشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۷:۵۸
Background image

د کډوالو او راستنیدونکو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له رییس سره وکتل

د کډوالو چارو سرپرست وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني نن چهارشنبه د وږی په۳۱ مه په خپل دفتر کې د اوچا موسسې له مشر او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

ښاغلي حقاني د کډوالو په چارو کې د اوچا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۸:۲۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی مرستیال معرفی شو

 
نن ۳ شنبه د وږي د میاشتی ۳۰مه نېټه ښاغلی الحاج ارسلاخان خروټی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی لخوا د مالي او اداري مرستیال په ټوګه معرفی شو.
د کډوالو. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست نوی رئیس د نوموړي ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

 
ښاغلی قاري عبدالمتین رحیمزی د کابل نوی رئیس، د علمي او جهادي شخصیت ښاغلي قاري محمود شاه لخوا نن دوشنبه د وږي په20 مه نېټه د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د نوی رئیس. . .

بېرته خبرونه ته