دبېځایه شوو دشمېر و ډېروالي ته په کتو کډوالو وزیر دنوروخدمتونوپه ډېروالي ټینګار وکړ

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۴:۹
_____________

دطالبانو دوروستو تروریستي بریدونو دډېر والي له امله چې په یوشمېر سیمو او ولسوالیو کې د داخلي بېځایه شوو شمېر ډېر شوی

په کډوالو وزارت کې بېځایه شویو ته د همغږۍ او خدماتو د تقویې په خاطر یوه ناسته جوړه شوه .

په دغه ناسته کې چې په انلاین ډول دکډوالو وزارت دیوشمېر سیمه ییزو رییسانو په شتون کې جوړه شوې وه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي ټینګار وکړ چې دبېځایه شوو دشمېر و ډېروالي ته په کتو په هېواد کې باید نوې خدمتونه باید په تېزۍ سره ترسره شي.

هغه وویل: "هېواد اوس په بحراني حالت کې دی او موږ باید داخلي بېځایه شوو لپاره د مؤثر او سمدستي خدماتو چمتو کولو لپاره کار وکړو ،" هغه په ​​ولایتونو کې د بنسټونو د فعالیتونو د پېژندنې او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د وزارت سیمه ییزو چارواکو په دې ناسته کې په ولایتونوکې د داخلي بېځایه شوو دشمېر دډېروالي په اړه معلومات ورکړ او مرستندویه ادارو نه شتون اوکموالی یې بېځایه شوو او راستنېدونکو ته د ستونزو او ننګونو په توګه یاد کړل.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې په روان کال کې شاوخوا ٣٠زره کورنۍ دخپلو اصلي سیمو څخه دجګړو له امله بېځایه شوي او له دې ډلې ٨زره کورنۍ په تېرو دریو اونیو کې خپلې اصلي سیمې پرېښي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۷:۵۸
Background image

د کډوالو او راستنیدونکو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له رییس سره وکتل

د کډوالو چارو سرپرست وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني نن چهارشنبه د وږی په۳۱ مه په خپل دفتر کې د اوچا موسسې له مشر او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

ښاغلي حقاني د کډوالو په چارو کې د اوچا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۸:۲۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی مرستیال معرفی شو

 
نن ۳ شنبه د وږي د میاشتی ۳۰مه نېټه ښاغلی الحاج ارسلاخان خروټی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی لخوا د مالي او اداري مرستیال په ټوګه معرفی شو.
د کډوالو. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست نوی رئیس د نوموړي ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

 
ښاغلی قاري عبدالمتین رحیمزی د کابل نوی رئیس، د علمي او جهادي شخصیت ښاغلي قاري محمود شاه لخوا نن دوشنبه د وږي په20 مه نېټه د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د نوی رئیس. . .

بېرته خبرونه ته