د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې مېشت د افغان مهاجرینو د اتشې مسولینو د افغان مهاجرینو له استازي سره ولیدل.

sadam_morr

 د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو د اتشې د راپور له مخې، د اتشې مسولانو د غبرګولي میاشتې پر دویمه په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو له استازي رحمت الله رضايي سره هلته په سفارت کې ولیدل.
  ښاغلي رضايي د افغان مهاجرینو د پرله پسې پئښو په اړه معلومات ورکړل او د مهاجرینو د ستونزو د هواري او حل غوښتنه یې وکړه.
د اتشې مسولانو د افغان مهاجرینو د قضیو د تعقیبولو د څرنګوالي په اړه چې د اتشې دفتر تر جدي کار لاندې دي، د مهاجرینو استازو ته معلومات ورکړل او لازمې لارښوونې یې وکړې.
 د مهاجرینو چارو اتشې مرستیال د مهاجرت POR کارت د محدودیتونو او په ځانګړې توګه د مهاجرت د کارت له مخې د ویسترن یونین له لارې د پیسو د لېږد او همدارنګه د زده کوونکو او زدکړیالانو د زده کړو د دوام لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کول، چې په کوربه هیواد کې په زده کړه بوخت دي، خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د مهاجرینو په اړه چې د POR کارتونه لري او د ACC د مهاجرت کارت د بې برخلیکه کېدو موضوع د اتشې د دفتر په کاري لومړیتوبونو کې ده
او د مهاجرینو په اړوند ټول مسایل به د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په ناسته کې مطرح شي او هڅه کوو، چې د مهاجرینو اوسنیو ننګونو ته دایمي حل لاره پیدا کړو.
په پای کې د مهاجرینو استازي د مهاجرینو اتشې د مسولانو د هر اړخیزو هڅو ستاینه وکړه.