په سلګونو مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۵۸۲ تنه افغان مهاجرین د غویي میاشتې په ۲۰ مه نیټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو له لارې پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۶۷ کورنۍ، چې ۳۳۴ تنه کېږي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول. د مهاجرینو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۴۸ کورنۍ، چې ۲۴۶ تنه کېږي، په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د پناغوښتونکو په برخه کې نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.