په جوزجان ولایت کې په ۲۱۴ کورنیو باندي نغدي مرسته وویشل شوه

د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د لړم په ۲۸مه په دغه ولایت کې ۲۱۴ کورنیو ته د سرپناه جوړولو په موخه د نغدي مرستو د دویم او دریم قسط د وېش اعلان وکړ.
يادې شوې کورنۍ د مهاجرينو د چارو د ادارې له خوا په مرکز آقچې او فيض اباد ولسواليو کې وپيژندل شوې، چې وروسته د مهاجرينو د نړيوال سازمان په همکارۍ د مهاجرينو د چارو ریاست د استازي په شتون کې د ٧٥٢٠٠ افغانيو په ارزښت نغدې پیسې ووېشل شوې.
د يو بل خبر له مخې، له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعيت د هواري په موخه د همکارو بنسټونو د استازو په ګډون د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه جوړه شوه.
د غونډې ګډونوالو د خپلو ادارو د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.