جوزجان کې له زرو زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د (WHH) موسسې له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۲۰۰) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۱) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه وزارت په منګجيک، مرديان او خواجه دوکوه ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۲۸) زره او ۸۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.