لوګر کې (۳۹) کورنيو سره د کور جوړولو په موخه مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د لوګر ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د عمل اجمتاعی برای التيام فقر (CAHPO) موسسې له لورې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ( ۳۹) کورنيو سره د وري په ( ۷) مه د کور جوړولو په موخه مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره وړ په نښه شوې وې، هرې کورنۍ ته ګاډر، د چهارتراش لرګي، تختې، خښتې، شګه، بلاکونه، فلزي او د لرګي دروازې او سيمنټ ووېشل شول.