د ايران څخه له (۸) زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د لړم په ( ۱۵) مه او (۱۷) مه (۸۶۵۹) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د ا سلام قعله د آمر د معلوماتو پربنسټ ( ۶۰) کورنۍ، چې (۲۷۵) تنه کېږي د (۱۷۰۱) تنو نورو مجردينو سره د لړم په (۱۷) مه هېواد ته راستانه شوي.
هغه زياته کړه، چې له ډلې يې ( ۲۸۸) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
د يوبل خبر له مخې د نميروز ولايت د ورښمو پل له لارې ( ۱۶۸۳) تنه افغان مهاجرد لړم په ( ۱۵) مه او (۱۷) مه هېواد ته راستانه شوي.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې (۱۳۰) کورنۍ چې ( ۵۶۰) تنه کېږي او (۶۱۲۳) تنه نور مجردين و، چې له ډلې ( ۱۰۷۵) کورنۍ د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول