د ايران څخه شاوخوا پېنځه زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
--

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات  ولايت د اسلام قلعه  له لارې   دلړم  په ( ۷)  مه او (۸) مه   (۴۸۲۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د ا سلام قعله  د آمر د معلوماتو پربنسټ  ( ۳۰۶۰) افغان مهاجر، (۱۰۴) کورنۍ چې ( ۳۰۶) تنه کېږي د ( ۲۷۰۰) تنو نورو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي.

د سرچينې په خبره له ډلې يې ( ۴۳۲) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

په ورته وخت کې  د نميروز  ولايت د  ورښمو پل له لارې ( ۱۷۶) تنه افغان مهاجر هېواد ته  راستانه شوي او د رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې  (۱۵) کورنۍ چې ( ۶۳) تنه کېږي او ( ۱۱۱۳) تنه نور  مجردين و.

د سرچينې په خبره د  يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۴)  تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.