لوګر کې د بيايوځای کېدو کمېټې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
---

د لوګر ولايت د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټې مياشتنې ناسته د لړم په (۴) مه ترسره شوه.

يادنه ناسته د لوګر ولايت د مرستيال والي په مشرۍ د يوشمېر دولتي او همکاريو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون د ولايت مقام د ناستو په تالار کې ترسره شوه او او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو او يوشمېر مهمو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

د ولايت مرستيال د ناستې د اهميت او دولتي ادارو په همغږۍ خبرې وکړې، وروسته د مهاجرينو چارو رئيس خبرې وکړې او د راستنېدونکو او بېځايه شوو د شمېرو په اړه يې د ناستې ګډنوالو ته معلومات ورکړل.

په پای کې د همکارو مرستندويه بنسټونو استازو  راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو د وېش ژمنه وکړه او همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو رئيس ژمنه وکړه، چې راستنېدونکو ته به د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.