فارياب کې نږدې څلور سو کورنيوسره مرستې وشوې
د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ ( ۳۹۴) اړمنو کورنيوسره د تلې په (۳۰) مه مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د (DACAR) موسسې له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه، معيوبو اشخاصو ته (۱۱) دانې چوکۍ، (۴۸) ګرځنده تشنابونه، (۴۸) ګرځنده حمامونه او د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې کورنۍ کڅوړې او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.