کونړ کې د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شوه

sadam_morr
--

 د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي  د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته د تلې په ( ۱۶) مه د کونړ  ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه  بياځلې  فعاله شوه.

په ناسته کې چې په همدې موخه د ولايت مقام د ناستو په تالار کې د  اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه، د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې د موخو او مسؤليتونو په اړه د ناستې ګډنوالو ته معلومات ورکړل.

وروسته د کونړ ولايت مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني او د دغه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس په خپل وار سره د کمېټې د اهميت او کړنو په اړه خبرې وکړې او د اړوندو ادارو په لا همغږۍ يې ټينګار وکړ.