د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکي د ظرفيت لوړونې له روزنيز پروګرام څخه برخمن شول

sadam_morr
---

د باميانو ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې په (۲) او (۳) مه روزنيزه ناسته ترسره شوه.

د مهاجرينو چارو وزارت د ظرفيت لوړونې د پروګرام کاري ډله چې په همدې موخه باميانو ولايت ته تلې وه، د دغه رياست کار کوونکو ته يې  د کارو نو د پرمخ بيولو، د نويو ګمارل شوو مامورينو د رسمي مکتبونو او ارزونې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او په نورو ولايتونوکې يې هم د ورته پروګرامونو د ترسره کولو خبر ورکړ.