لغمان کې سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
دلغمان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لورې (۷۰) سېلاب ځپلو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې د وږي په (۴) مه د لغمان ولايت د کډوالو چارو رياست د اداري ټيم له لورې چې مشري يې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رئيس مولوي غلام الرحمن بلال (حقاني) کوله سروې او وروسته له سروې هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو غنم ووېشل شول.