په خوست ولايت کې له (٩٠٣) کورنيو سره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی
دخوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د روان کال د چنګاښ په ١٤مه نيټه، د زلزلې له امله له (٩٠٣) بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د افغانستان د (IOM) له خوا (٤٠٠) کورنیو ته د کور، پخلنځي، او بیړني توکي، د (ARA) موسسې له لوري (١٠٠) کورنیو ته خوراکي توکي، وریجې (۲۴) کیلو، لوبیا ۵'۳ کیلو، غوړي ۵ لېتره، مالګه یوه بسته، بوره ۵'۳ کیلو، دال ۵'۳ کیلو، مکروني ۸ کیلو، چای (۱) کیلو، ډبلى یوه بسته، روب یو پاکټ او د اشپزخانې سیټ، د قمر خیریه بنسټ له لوري د (٢٠٠) کورنیو ته د ۵ قلمه مواد لکه خیمه، توشک، بالښت بړستن او فرش، د افغانستان د بیا رغونې خیریه بنسټ له لوري د سپېرې ولسوالۍ (۵۰) کورنیو ته، في کورنۍ ته (۱۰) لس زره افغانۍ توزیع شوې، د یو تجار له لوري (۶۰۰۰۰) شپېته زره افغانۍ نغدي کومک ۳۰ کورنیو ته، د (SNI) موسسې له لوري (٢٠٣) کورنیو ته اوړه (۵۰) کیلو، وریجې (۲۴) کیلو، غوړي ۵ کیلو، لوبیا ۱من، بوره ۵ کیلو ، چای ۲ کیلو، خېمه یوه دانه، کمپلې ۳ دانې، چې د مهاجرینو د چارو ریاست سره په همغږۍ وویشل شول.