قندهار ولايت کې د څه باندې ۴۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د روان کال د غويي مياشتې په ۵ مه د قندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې له ۴۱۷ اړمنو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه.

ياده مرسته په وړ او مستحقو کورنيو د قندهار ولايت د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رياست په همغږۍ د افغانستان د پاملرنې موسسې له لورې وويشل شوه، چې هرې کورنۍ ته د کور د اړتيا ۱۷ قلمه توکي ورکول شوو.