په فاریاب کې له وچکالۍ او جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له لورې د اکټيډ مؤسسې په مالي مرسته په مرکز میمنه کې پر ۲۶۷ کورنیو نقدي مرسته وویشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۵۲۰۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.