هلمند کې (٥٠٠) اړمنو اوبېوزلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د ژغورنې نړیوالې کمېټې له لورې دهلمند ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٥٠٠) اړمنو او بېوزلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې دجګړو له امله زيانمنې شوې وې دليندۍ په (٤) مه هرې کورنۍ ته (٢٦٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.