د ملي عمل درېيم پرورګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړانديز شويوموضوع ګانو راټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت دارۍ مشارکت اعلاميه

sadam_morr

د افغانستان اسلامي جهوري دولت د پرانيستې دولت دارۍ مشارکت دملي عمل درېيم پرورګرام  دتدوين بهير په نږدې ورځوکې پيلېږي.

د پرانيستې دولت دارۍ مشارکت (ogp) د لارښود پر بنسټ، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو دملي عمل پروګرامونه د مدني ټولنې بنسټونو په مشارکت تدوين او چمتوکېږي. د افغانستان اسلامي جهوري دولت د پرانيستې دولت دارۍ مشارکت غړيتوب له ترلاسه کولو تردې دمه خپل دملي عمل پرورګرامونه د ياد لارښود په رڼا کې تدوينوي.

د افغانستان ملي عمل لومړی پروګرام په بريا سره تطبيق شوی او دملي عمل دويم پروګرام دمدني ټولنې  بنسټونو او هې،ادوالو په پراخ مشارکت سره تدوين شوی او د تطبيق په وروستيو پړاوونوکې دی. د افغانستان اسلامي جهوري دولت دملي عمل دويم پروګرام کې ۱۸ بدلونونه راوړوونکې ژمنې شاملې دي چې په تطبيق سره به يې د عامه خدماتو په برخه کې روڼتيا او حساب ورکونه زياته او دملي پاليسيو په دتدوين کې د عامه مشارکت زمينه برابره شي. د بېلګې په ډول د « ذيفع ماليکت د ثبت او پلټنې مقررې» ژمنې څخه چې د حساب ورکوونې ، ځواب وينې او روڼتيا لوړاوي په برخه کې تدوين او تصويب شوې، يادونه وکړو. په باوري توګه د هغې په سم تطبيق به له ډول ډول جرمونو ( مالياتي فرارو د پيسو تطهير، د ترهګرۍ تمويل او دنشه يي توکيو قاچاق ) څخه مخنيوی وشوي.

داچې دملي عمل دويم پروګرام د تطبيق وخت په تمامېدو دی او ډېری ژمنې يې بشپړې شوي، د افغانستان اسلامي جهوري دولت په پام کې لري چې د پرانيستې دولت دارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پرورګرام د تدوين چارې هم پيل کړي، نو له دې کبله له ټولو وزارتونو ، خپواکو ادارو، ، دمدني ټولنې بنسټونو، رسنيو، ښونيزو او تحصيلي سکټور او هېوادوالو څخه په درنښت هيله کېږي څو خپلې وړانديز شوې موضوع ګانې چې په ( روڼتيا، حساب ورکونې، دعامه پالېسيو په تدين او تطبيق بهير کې د هېوادوالو مشارکت دښه والي او لوړوالي او له نوي ټيکالوژۍڅخه استفادې پورې اړوندې وي) د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۵ نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې له موږ سره  شريکې کړي. Faisal.stanekzai2@gmail.com او https:ogpa.gov.af

 

د يادونې وړ ده چې د پرانيستې دولت دارۍ سکرتريت د هېواد دملي عمل پروګرامونو د آسانچاري رول لري او ستاسو وړانديزشوې موضوع ګانې به له توحيد وروسته اړوند و مراجعوپه تېره د افغانستان پرانيستې دولت دارۍ مشارکت ټولګې عمومي فورم ته وړاندې شي.

د لازياتو معلوماتو له پاره د پرانيستې دولت دارۍ مشارکت وېب سايټ ته مراجعه وکړئ. https:ogpa.gov.af