بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د WFP,DACAR  او CONCERN موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶ بېځايه شوو کورنیوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۱مه هرې کورنۍ ته دخوراکي او غير خوراکي موادو کڅوړې ووېشل شوې.