سرپل کې لسګونو بېځايه شوو کورنيوسره بشري مرستې وشوې
د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې، ORD او DACAR موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره بشري مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۲۶مه د ORD موسسې له لورې ۳ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ او د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې او DACAR له لورې ۶۳ کورنيو هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې او غېر خوراکي مواد ووېشل شول.