لغمان کې د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
د کډوالو چارو وزارت له لورې د سلواغې په ۳۰مه په لغمان ولايت کې ۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته دژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ د بېلابېلو سيموڅخه وې چې څخه موده مخکې په نښه شوې وې،چې هرې کورنۍ ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د لغمان ولايت د سرپرست، دبشر حقونو، ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو ، مدني ټولنو او کډالو ادارې استازو په شتون کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې مرستو د وېش بهير پيل شو.