لغمان کې راستنېدونکو کورنيو سره نغدي مرستې شوي
ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د لغمان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۸۸ راستنېدونکو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راغلې وې د ليندۍ په ۱۰مه هرې کورنۍ ته ۱۵۵۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.