غورکې له زور زياتو بېځايه شوو کورنيو ته  د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
______________

د افغان ايد موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۳۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته دنغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۸ مه ورته په لومړۍ مرحله کې ۲۰ ډالره، چې  ۱۵۵۰ افغانۍ کېږي د دې ولايت دوالي او کډوالو ادارې استازو په شتون کې ووېشل شول.

د ويلو ده چې هرې کورنۍ ته ۲۶۰ امريکايي ډالره وېشل کېږي چې په لومړۍ مرحله کې ورته ۲۰ ډالره ووېشل شول او پاتې ۲۴۰ ډالره چې ۱۸۰۰۰ افغانۍ کېږي په دوهمه مرحله کې ووېشل شي.

د يو بل خبر له مخې د ليندۍ په ۸ مه په ميدان وردګو ولايت کې  ۱۵۰ بېځايه شوې کورنۍ  چې د جګړو له مله دخپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوي چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.