کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

anwari_morr
______________

د UNICEF موسسې له لورې د کندهار ولايت کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰ بېځايه شووکورنيوسره نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د ژيړۍ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۵مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.