لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۵ مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده چې يادو کورنيوسره مخکې هم د غير خوراکي موادو مرستې شوي.