کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرخوراکي موادو مرستې شوي
دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې او DRC موسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۲۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ميوند او شاه ولي کوټو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۴مه د DRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې او د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لورې هرې کورنۍ ته ژمنۍ بسترې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.