کندز کې ۴۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خان اباد ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز رابېځايه شوو د لړم په ۲مه او ۳مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو دالنخود، ۱۴ کيلو غوړي او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.