کندز کې له زرو زياتو کورنيوته دمرستو دوېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
.

د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د تلې په ۲۳مه د زرو زياتو بېځايه شوو کورنیوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو دوېش خبر ورکړ.

دمرستو دغه برنامه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره چې د نا امنيو له امله مرکز ته رابېځايه شوې وې د مرستيال والي، کډوالو ريسانو، طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې او موسسې د استازو په شتون کې پرانيستل شوه.

د سرچينې په خبره هرې کورنۍ ته ۱۰ قلمه غير خوراکي مواد چې پکې ترپال،کمپلې، ګاز، پخلنځي سامان او روغتيايي کڅوړې شاملې وې وېشل کېږي او ژر ده چې دغو کورنيو ته په راتلونکو ورځوکې د دوومياشتو لپاره روغتيايي کڅوړې او خوراکي مواد ووېشل شي.

د ويلو ده چې چې په تېرو دوو مياشتو کې ددغه ولايت دکډوالو چارو رياست له ۲ زرو زياتو کورنيو غوښتنليکونه ارزيابي شوي او ۸ زره او ۲۰۰ کورنۍ د بېځايه شوو په توګه تثبيت شوي او تر اوسه له ۴ زرو او ۷۰۰ کورنيو سره نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.