بلخ کې له ۸۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د يو شمېر مرستندويه ادارو له لورې د بلخ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۸۶۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د کارت پارسا، سجاديه، کوشاني، پروژه استقلال، د ذبيح الله شهيد پروژې، علي چوپان، کارته عزت الله، کارت عدالت او سيد اباد سيموته بېځايه شوې وې د تلې په ۲۱مه د ACTED موسسې له لورې ۷۸۶ کورنيو هرې کورنۍ ته د ۶۷۲۹ افغانيو په ارزښت خوراکي مواد، د NRC موسسې له لورې ۸۳ کورنيو هرې کورنۍ ته شلټرونه او د افغان بيسم شرکت د MY MONEY برنامې له لورې ۲۰۰۰۰ افغانې نغدې ورکړل شوې.