کندز کې ۲۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ACTED او DACAR موسسې له لورې دکندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله دخان آباد او امام صاحب ولسواليوڅخه مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۰مه د ACTED موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې او د DACARموسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.