بلخ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د NRC موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳ بېځايه شوو کورنيوسره د شلټرونو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې په نښه شوې وې د تلې په ۲۰مه هرې کورنۍ ته د NRC موسسې له لورې دبلخ ولايت د دهدای ولسوالۍ کې چې د ودانۍ کارونه بشپړ شوي و د موسسې د استازو او کډوالوچارو رياست د استازو په شتون کې مستحقينو ته ووېشل شول.