فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د خوراک نړيوال سازمان WFP او RI موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳۱ بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۰مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۹۶ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، يوه کيلو مالګه، ۲۰ پاکټه بيسکويټ او د RI موسسې له لورې ۲۳۵ بېځايه شوو کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.