بلخ کې له ۳۰۰ زياتو کورنيوسره مرستې شوي
د ACTED موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له مله د بېلابېلو سيموڅخه د فقير اباد، ولي عصر، نساجي، چک، شمع، فاريابي ها، چل دختران او د علي شېر سلطان بابا ته بېځايه شوې وې د تلې په ۱۹مه هرې کورنۍ ته ۶۷۲۹ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.