په کابل کې د راستنېدونکو لوبډلو ترمنځ د سپورت لوبه ترسره شوه

anwari_morr
6

د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست د تلې په ۵ مه په کابل کې د راستنېدونکو لوبډلو د ټيمونو ترمنځ د دوستانه فوټبال  سياليو د پيل خبر ورکړ.

دغه سيالۍ د استاد خليل الله خليلي په ښارګوټي کې د راستنېدونکو الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

د راستنېدونکو د فوټبال ټيمونو سيالي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلاوي، دخلکو شورا د استازو، کډوالو، راستنېدونکو او بېځايه شوو په شتون کې دوستانه سيالۍ ترسره کړې ، چې په پايله کې د راستنېدونکو ټيم لوبه د ۵/۲ په توپير وګټله او د سيالۍ ګټونکي اعلان شول.

د يادونې وړ ده، چې ذکر شوو ټيمونوته  د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې  لومړي او دويم مقام ته سپورتي کڅوړې اوکپ ووېشل شول.

د لوبې په پای کې لوبعاړو د کډوالو وزارت او دکابل ولايت دکډوالو چارو رياست نه مننه وکړه او په راتلونکي کې يې د ورته برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

همدارنګه د يوې غونډې په جريان کې د ۵۰ څخه زياتو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د پېژند پاڼې ، د راستنېدونکو د ټولنيزو حقونو او په ښوونځيو او پوهنتونونوکې د راستنېدو څخه وروسته د ماشومانو د شموليت  په اړه معلوما ورکړل او د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.