پروان کې سېلاب ځپلو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۰۰ بېځايه شوو سېلاب ځپلو کورنيوسره مرستې شوي.

د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست دمعلوماتو پراساس ۹۵۰ کورنۍ چې د وروستيو سلابونو له امله د چاريکار ښار او سياه ګرد ولسواليوڅخه نورو سيموته رابېځايه شوې وې د مرستندويه ادارو له لورې سروې او په نښه شوې وې چې په ورستيو ورځو کې ورسره مرستې وشوې.

د سرچينې په خبره هرې کورنۍ ته بستره، دکور وسايل او يوه يوه روغتيايي کڅوړه چې د نور خيره بنسټ له لورې برابرې شوې وې اود چاريکار ۳۶۰ بېځايه شوو کورنيوته او د سياه ګرد ولسوالۍ ۲۳۰ کورنيو ته ووېشل شوې.

همدارنګه د سرې مياشتې ادارې له لورې ۷ کيلو وريجې، يوه کيلو بيسکوېټ، يوه قوطۍ خرما، يوه کيلو بوره، نيمه کيلو چای، ۶ کمپلې، دپخلنځي مکمل سامان الات، يوه يوه روغتيايي کڅوړه او  د اوبو سطل او بوشکې  مرسته وېشل شوي و او د کډالو چارو ادارې، بړينو حالتو کمېټې او د پروان ولايت نورو مسؤلينو او د والي په شتون کې مستحقو کورنيو سره ترسره شوې.

Image may contain: one or more people, crowd, shoes and outdoor