فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د فراه ولايت دکډالو چارو رياست په همکارۍ ۵۱ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د ده ګانه ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۲۴مه هرې کورنۍ ته دکورسامان او دپخلنځي مکمل سامان الات ووېشل شول.
د ويلوده، چې يادو کورنيوسره ددغه ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې نغدي او خوراکي موادو مرستې شوې وې.